په افغانستان کې متوازي حکومت خطرناک دی
حکمتیار وئيلي دي ،په بین الافغاني خبرو کې باید لاسوهنه او حتی د بهرني مینځګړیتوب وجود هم نه وي او حتی د نورو هیوادونو څارونکی دې هم دخبرواترو په بهیر کې شتون ونه لري .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان د حزب اسلامی ګوندمشر ګلبدین حکمتیار پرون ناوخته وئيلی دي،د موازي یا متوازي حکومت له اعلان سره پخلا نه دی،خو د اشرف غني حکومت باید په داسې حکومت سره جوړ شي،چې د افغانستان درستو سیاسی لورو او ډلو ټپلو د منلو وړ وي .
حکمتیار وئيلي دي ،په بین الافغاني خبرو کې باید لاسوهنه او حتی د بهرني مینځګړیتوب وجود هم نه وي او حتی د نورو هیوادونو څارونکی دې هم دخبرواترو په بهیر کې شتون ونه لري .
هغه روښانه کړې،په دغوخبرواتروکې باید افغان حکومت،طالبان او سیاسی ګوندونه ګډون وکړي .
ګلبدین حکمتیار همداراز ټينګارکړی،چې دسولې په بهیر کې سیاسی اجماع تردې دمه نه ده رامینځةشوي او دولسمشرۍ ارګ هم هڅه کوي،له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړولو لپاره د یوه صلاحیّت لرونکي مرجع اورګان د جوړولو خنډ شي،ځکه ویره لري،چې له دغې لارې د وسولې د بهیر کنټرولول له لاسه ورکوي .
هغه همداراز وئيلي دي،د طالبانو درستې غوښټنې باید ومنل شي،دوي باید د افغانستان د نظام برخه شي،طالبان باید دحکومت شریک شي .