د طالبانوپه حملې کې یولس افغان پوځيان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88690-د_طالبانوپه_حملې_کې_یولس_افغان_پوځيان_ووژل_شول
په همداروستیو کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې له موافقې وروسته دبین الافغااني خبرو اترو ګونګوسې هم آوریدل کیدې ، خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو په وسلوالو حملو سره دسولې د بهیر تل پاتیکیدا له شکونو سره مخ شوی او سولې ته زیاتیدونکي هیلې پېکه شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 17, 2020 02:59 Asia/Kabul
  • د طالبانوپه حملې کې یولس افغان پوځيان ووژل شول

په همداروستیو کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې له موافقې وروسته دبین الافغااني خبرو اترو ګونګوسې هم آوریدل کیدې ، خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو په وسلوالو حملو سره دسولې د بهیر تل پاتیکیدا له شکونو سره مخ شوی او سولې ته زیاتیدونکي هیلې پېکه شوي دي .

زمونږ خبریال د دنیانیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ ، د افغانستان وسلوالو طالبانو ددغه هیواد په غور ولایت کې  د افغان پوځيانو په یوې پلټونکي پستې حمله کړې چې  وئيل کیږي ، په دغې حملې کې  یولس افغان پوځيان وژل شوي او  یو شمیر نور هم ټپیان شوي او دغه راز دا هم وئيل شوي چې  وسلوالو طالبانو  یوشمیر افغان پوځيان ژوندي نیولی دي .

 داپه داسې حال کې د ي چې په همداروستیو کې د  امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې  له موافقې وروسته  دبین الافغااني خبرو اترو ګونګوسې هم آوریدل کیدې ، خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې  د طالبانو په وسلوالو حملو سره دسولې د بهیر  تل پاتیکیدا  له شکونو سره مخ شوی او  سولې ته زیاتیدونکي هیلې پېکه شوي دي . 

 د  افغانستان د غور ولایت دپولیسو قوماندان  هم  وئلي دي د طالبانو  دغه درې آړخیزه حمله  ئې په شاتنبولې ده او په ځوابي عملیاتو کې ئې  د طالبانو شل وسوال یرغلګر  وژلي  او دهغوي  مړي هماغه راز په سیمې کې پاتې دي .