نن په افغانستان کښې د خبریالانو ملي ورځ نمانځله کیږي
دا ورځ په افغانستان کښې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی په وینا، افغانستان د خبریالانو لپاره یو خطرناکه ځای دی.
دا ورځ په افغانستان کښې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی په وینا، افغانستان د خبریالانو لپاره یو خطرناکه ځای دی.
د دغه بنسټ موندنې ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵ موارد ثبت شوي دي.
د نی په خبره په دغو ۱۱۵ مواردو کې، ۱۰ د وژنې، ۲۱ د ټپي کېدو، ۱۰ د بندي کېدو، ۳ پر رسنیو د حملو، ۱۰ د وهلو ټکولو، ۲ د احضار، ۸ د تښتونې او ۵۰ نور د ګواښ او سپکاوي موارد شامل دي.
افغان حکومت په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د حوت یا کب د میاشتې ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ اعلان کړه.
د دغې پرېکړې هدف، قربانیانو ته درناوی او اطلاع رسونې په برخه کې د خبریالانو د مېړانې ستایل دي چې ډیموکراسي پیاوړې کوي.