په بغلان کې شل افغان عسکر له طالبانو سره یوځای شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88716-په_بغلان_کې_شل_افغان_عسکر_له_طالبانو_سره_یوځای_شو
په بغلان کې شل افغان عسکر له طالبانو سره یوځای شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2020 09:06 Asia/Kabul
  •   په بغلان کې شل افغان عسکر له طالبانو سره یوځای شو

په بغلان کې شل افغان عسکر له طالبانو سره یوځای شو

زمونږخبریال راپور راکړ د طالبانو یوه ویندوی  ذبیح ا.. مجاهد نن مونږ ته د یوه بریښنا لیک په رالیږلو سره  وئیلي دي دطالبانو دمشرانو له خوا د بخښنې په  فرمان پسې   د افغانستان په بغلان کې ولایت کې د کابل ادارې شل عسکر له جګړو لاس په سر شوي له طالبانو سره یو ځای شوي دي .

 هغه مدعي شوی ، دغو افغان  عسکرو له  دهغه په وینا له اسلامي امارته د خوښۍ  اظهارولوترڅنګ کلکه ژمنه  کړې چي په راتلونکي  کي به د کابل په حکومتي ادارو کې  هیڅ ډول فعالیت نه کوي او په نورو عسکرو يې هم غږ  کړی  چې له جګړي لاس واخلي او د راتلونکي اسلامي نظام د جوړولو په لاره کې دې  خنډونه نه  جوړوي .

داپه  داسې حال کې دي چې  د خبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه حکومتي او خپلواکه سرچینو څه نه دي وئيلي .