زلمی خلیلزاد په افغانستان کې دوه ګوڼی رول لوبوي
د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي دوکه بازې څرګندونې په داسې شرائطو کې مطرح کیږي، چې امریکا پخپل عمل او اقداماتو سره ښودلې ده، د ترهه ګرۍ په وړاندې دوه ګوڼه سټراټژي لري او د داعش پشمول له ترهه ګرو ډلو سره ئې په پوځي او مالي مرستو سره د ځينو هیوادونو په بې ثباته کولو او له دغو ترینګلو حالاتو په ناوړې استفادې پسې ده .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په دغه هیواد کې د داعش ترهه ګرې ډلې په ځپنې کې د طالبانو د اقدام هرکلی وکړ .
راپورښئ ، زلمي خلیلزاد پرون مدعي شوی ، چې په افغانستان کې د داعش په ضد دطالبانو حملې ، په قطر کې له دغې ډلې سره د امریکا د موافقې د لاسلیک کیدا یوه برخه ده .
له دې مخکې هم ځینو امریکائي قوماندانانو ادعا کړې وه چې په کنړ ولایت کې طالبانو د داعشیانو د تش په نامه ځپنې لپاره ورسره مرسته کړې ده .
د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي دغه دوکه بازې څرګندونې په داسې شرائطو کې مطرح کیږي، چې امریکا پخپل عمل او اقداماتو سره ښودلې ده ، دترهه ګرۍ په وړاندې دوه ګوڼه سټراټژي لري او د داعش پشمول له ترهه ګرو ډلو سره ئې په پوځي او مالي مرستو سره د ځينو هیوادونو په بې ثباته کولو او له دغو ترینګلو حالاتو په ناوړې استفادې پسې ده .