زلمی خلیل زاد د افغانستان ملی حاکمیّت اوخپلواکي په نښه کړې
خلیلزاد په خپل امر او نهي سره،د افغانستان دملی حاکمیّت د نړیوالو معیارونو او اساسی قانون خلاف ورزي کړې ده چې باید مخه ئې ونیول شي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان په ولسی جرګې کې د سمنګان ولایت د خلکو استازي ضیاءالدین ضیاء پرون د ولسی جرګې په څرګندې ناستې کې وئيلي دي،د افغانستان په چارو کې دامریکا استازی زلمی خلیلزاد پخپلو څرګندونو کې هیڅ صداقت نه لري او د افغانستان د سیاسی شخصیتونو ترمینځ د درز او کرکې د رامینځةکولو پروګرام په ایجنډا کې لري .
ضیاء الدین ضیاء زیاته کړې،د افغانستان سیاستوالان دې له زلمي خلیلزاده د مینځکړیتوب اوسولې هیڅ امید نه لري،بلکې د اشرف غني او عبدا... عبدا..ترمینځ دې مینځګړیتوب وکړي،څو په دغه هیواد کې نوی بحران رامینځة نشي .همداراز د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري هم وئيلي دي ،خلیلزاد په خپل امر او نهي سره،د افغانستان دملی حاکمیّت د نړیوالو معیارونو او اساسی قانون خلاف ورزي کړې ده چې باید مخه ئې ونیول شي .
دغه شان څرګندونې له دې وروسته مطرح کیږي ،چې څو اونیو راهسې زلمی خلیلزاد د اشرف غني،عبدا... پشمول له بیلابیلوافغان سیاسی شخصیتونوسره ډيرې زیاتې جلاجلا لیده کاته کړي دي .