په کاپیسا کښې اوو سیمه ایزو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88782-په_کاپیسا_کښې_اوو_سیمه_ایزو_پولیسو_ته_مرګ_ژوبله_واوښته
د افغانستان د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې د څلورو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو او دریو نورو د زخمي کېدو خبر ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2020 12:55 Asia/Kabul
  • په کاپیسا کښې اوو سیمه ایزو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

د افغانستان د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې د څلورو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو او دریو نورو د زخمي کېدو خبر ورکوي.

د افغان سرچينو له مخې د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش  رسنیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو په یوې پوستې په برید کې څلور سیمه ایز پولیس وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي. هغه زیاتوي، چې په دې نښته کښې درې طالبان هم وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.