طالبانو د افغانستان په حکومت تور ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88803-طالبانو_د_افغانستان_په_حکومت_تور_ولګاوه
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت په هیواد کښې د جنګ د دوام غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2020 00:30 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان په حکومت تور ولګاوه

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت په هیواد کښې د جنګ د دوام غوښتونکی دی .

هغه پرون وویل د طالبانو ډلې د بندیانو د خوشي کیدا  او د مرکچي ټیم د جوړولو لپاره د افغانستان د حکومت ځنډ د جنګ د دوام لپاره د کابل د  حکومت د ګروهنې ښودنه کوي .

د طالبانو دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې د دغه ډلې غړیو درې(۳) ورځې مخکې په زابل او کاپیسا ولایتونو کښې د افغانستان په پولیسو او عسکرو باندې بریدونو سره کابو دیرش (۳۰) کسان وژلي وو .

د امریکا او د طالبانو د موافقې پراساس ټاکل شوي وه چې بین الافغاني خبرې اترې کابو دوې (۲) اونۍ وړاندې پیل شي خو له کوم شرط پرته د دغه ډلې د پینځه زره (۵۰۰۰) بندیانو د خوشي کولو لپاره د کابل د حکومت لخوا د طالبانو د وارمخکې شرط د نه منلو په دلیل تراوسه دغه خبرې نه دي پیل شوي .

طالبان په یووخت د افغانستان له زندانونو څخه د خپلو پینځه زره (۵۰۰۰) بندیانو د خوشي کیدا غوښتنه کوي خو د کابل حکومت د طالب بندیانو په مشروط ډول او سوکه سوکه د خوشي کولو وړاندیز کړی خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی او مخالفت یې ورسره کړی دی .