په افغانستان کې د سولې اوثبات ټينګیدا او د هراړخیز حکومت ضرورت
په هره اندازه چې په افغانستان کې سیاسی درز زیاتیږي ،او په نهایت کې په دغه هیواد کې دوه متوازي حکومتونه رول لوبوي،په هماغه اندازه د طالبانو ډلې په ګټه ده څوخپلې موخې له امریکا سره د یواړخیزې او پروپيګنډيزې موافقې په سیوري کې پر مخ بوځي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت اعلان کړی،ایران،د افغانستان پر ثبات د دغه هیواد دولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په باب د رامینځةشوو اختلافاتو د نه اټکل کیدونکو اړخونو په باب ددوي سیمه ایزې اغیرې احساس کوي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت دیکشنبې په مازدیګر د افغانستان د سیاسی بدلونونو او د رامینځة شوي وروستۍ اړۍ ګړۍ په باب دیوې اعلامیې په خپرولو سره روښانه کړې ده ، ایران د افغانستان سیاسی اوا منیتی بدلونونه له نزدې تعقیبوي او د افغانستان د وروستیو مشکلاتو دحل لپاره اغیزشیندونکي رول لوبولو ته تیار دی .
د افغانستان سیاسی وضعیّت،د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو له ترسره کیدا او دهغو دنتیجو له اعلانه و روسته چې په دغو انتخاباتو کې اشرف غني د بریالي ولسمشر په توګه اعلان شوی او په نهایت کې د لوړې د دوو دستورو په ترسره کیدا پسې له ستر سیاسی بحران سره مخامخ شوی دی.
ډاکټر عبدا... عبدا....د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې نه مني او له همدې امله ،د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د اشرف غني د لوړې د دستورو له ترسره کیدا سره په یووخت عبدا..عبدا....هم په سپيدار ماڼۍ کې د لوړې بیهله دستورې ترسره کړې .
په دغه اقدام پسې،اشرف غني اشرف غني له لوړې وروسته ددغه هیواد د اجرائي شورا مشري چې له ۲۰۱۴کال څخه په افغانستان کې د ملی وحدت حکومت په جوړیدا سره رابرسیره شوي وه،لغوه کړه.دغه اقدام عملا په افغانستان کې د ملی وحدت دحکومت دپاي په معنا ګڼل کیږي او ددغې لارې دوام ،د افغانستان او د دغه هیواد د شاوخوا سیمې د سولې ، امنیت او ثبات په ګټه نه دی .
په هره اندازه چې په افغانستان کې سیاسی درز زیاتیږي ،او په نهایت کې په دغه هیواد کې دوه متوازي حکومتونه رول لوبوي،په هماغه اندازه د طالبانو ډلې په ګټه ده څوخپلې موخې له امریکا سره د یواړخیزې او پروپيګنډيزې موافقې په سیوري کې پر مخ بوځي .
د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د تش په نامه سولې موافقه د هغو افغان سیاسی ډلو ټپلو اندیښنې ته له پامه پرته چې د سولې پلي کیدا، یوه داخلی چاره او د افغانانو ترمینځ دخبرو اترو په اساس ګڼي . له دې زیات چې امنیت اوثبات ډ الۍ کړي ، د افغانستان دزړه سوانده ډلو او د دغه هیواد د سوله غواړو ګاونډیانو په یوې اندیښنې بدله شوې ده .
هره هغه موافقه چې د افغانستان د ټولنې له واقعیّتونو سره سمون ونه لري او له ټولو لامهمه په دغه هیواد کې د سولې مدیریّت د افغانانو په لاس کې نه وي ، نو د افغانستان په مصلحتونو او ملی ګټو کې به نه وي .
په دغه شان شرائطو کې،په افغانستان کې د قدرت په دوو برخو ویشل کیدا، به په دغه هیوادکې د سولې اوثبات لرلید له تورتم سره مخ کړي او دا وضعیّت به د طالبانو ډلې په ګټه وي ،څو دخپلو سیاسی موخو سویه نوره هم لوړه کړي.
په همدې زمینې کې د افغانستان د سیاسی چارو یو کارپوه او شناندی پیرمحمد ملازهي زمونږ خبریال سره په خبرو کې وئيلي دي،په افغانستان کې د بریالیتوب د دوو مطرحو انتخاباتي ټیمونو او مدعي لورو تریمځ په اختلافاتو پسې رامینځة شوي اوسني شرائط د طالب لوري او دسولې د دښمنانو په ګټه دي او دا وضعیّت ،د عمل نوښت ،د طالبانو ډلې په اختیار کې ورکوي .
دې ته په پام سره چې په افغانستان کې هر یو سیاسی بدلون ، سیمه ایزې نتیجې هم لري،په افغانستان واکمن اوسنی وضعیّت ،ددغه هیواد دګاونډیانو لپاره هم قانع کونکی نه دی .
د ایران داسلامی جمهوریت د یکشنبې ورخې اعلامیه هم په همدې چوکاټ کې د ار زونې وړ ده او روښانه کوي ،چې ایران دافغانستان دمشکلاتو او ترینګتلیاؤ د حل لپاره د سیمه ایزو هلوځلو په چوکاټ کې هماغه راز تیار دی ، خپل ظرفیّتونه ، په دغه هیواو او سیمې کې د سولې او ثبات د ټينګیدا لپاره وکاروي .
په افغانستان کې د کارنده او تل پاتې سولې د ضمانت او د پلي کولو لازمه، د درستو سیاسی افغان ډلو ټپلو په شتون سره د یوه هراړخیز اوملی حکومت په سیوري کې په بین الافغاني خبرواترو سره ممکنه ده .