د طالبانو یو مهم مرورقوماندان سره د ۱۲ملګروووژل شو
عبدالمنان نیازي د ملاهبت ا...په مشرۍ له طالبانوډلې څو کاله مخکې مرور شوی او د ملامحمد رسول په مشرۍ ئې څانګه جوړه کړې وه او په هرات او فراه ولایتونو کې ئې لازیات فعالیتونه کول .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی،د افغانستان خبروسرچینو وئيلي دي،ملامحمد رسول په مشرۍ د طالبانو ډلې دمرورې څانګې مرستیال عبدالمنان نیازي مخ پټو وسلوالو له دولسو نورو ملګروسره یو ځاي وژلی دی.
راپور ښئ عبدالمنان نیازي د ملاهبت ا...په مشرۍ له طالبانوډلې څو کاله مخکې مرور شوی او د ملامحمد رسول په مشرۍ ئې څانګه جوړه کړې وه او په هرات او فراه ولایتونو کې ئې لازیات فعالیتونه کول .
که څه هم دخبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې حملې پړه چا په غاړه نه ده اخستې ، خو هغه د افغانستان په لویدیځ کې دملاهبت ا... په مشرۍ د طالبانو ډلې له وګړو سره نښتې درلودې چې له دواړو لورو په لسګونو کسان قرباني شوي دي .
عبدالمنان نیازی د طالبانو او امریکا د سولې د تش په نامه موافقې سخت مخالف ؤ .
همداراز زمونږ خبریال هم د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړی ،د تخار ولایت دپولیسو ویندوي خلیل اسیر هم نن سهار وئيلي د تخار ولایت یو سپين روبی مشرامیر شاه بیګا ددغه ولایت له مرکز تالقان ولسوالۍ سره نزدې مخ پټو وسلوالو په ټکه وژلی دی .داپه داسې حال کې دي چې تردې دمه د افغانستان ډيری مشران اوسپین روبي قبایل ددغه هیوادپه بیلابیلوسیمو کې د طالبانو،داعشیانو او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځيانو په حملو کې وژل شوي دي او همدې چارې د ولس سخته غوسه اوکرکه هم راپورته کړې ده .