په افغانستان کې په نښتو اوبم چاودنو کې ۳۴کسان وژل شوي
په میوند ولسوالۍ کې په بم چاودنې کې درې وسلوال طالبان په ټکه وژل شوي دي ، چې د افغانستان ددفاع وزارت مسئولانو وئیلي دي ، طالبانو دبم د کیښودلو هڅه کوله چې دخپل بم ښکار شول .
زمونږ خبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د کندهار ولایت دپولیسو مسئولو چارواکو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو اوطالبانو ترمینځ په شختو نښتو کې پنځلس طالبان او څلور پولیس وژل شوي او اولس نور وسلوال طالبان ټپیان شوي هم دي .
له بل پلوه په همدغې میوند ولسوالۍ کې په بم چاودنې کې درې وسلوال طالبان په ټکه وژل شوي دي،چې د افغانستان ددفاع وزارت مسئولانو وئیلي دي ،طالبانو دبم د کیښودلو هڅه کوله چې دخپل بم ښکار شول .
همدرااز د افغانستان د دفاع وزارت ځانګړي ځواک قوماندانۍ هم نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي طالبانو د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ حمله کړې، چې په موقعې د افغان پوځیانو له سخت ځواب سره مخ شوي او اوه وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
همدرااز د بادغیس ولایت امینتی سرچینو هم وئیلی دي ، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا پر یو شمیر پستو حملې شوي ، چې له امله ئې څلور پوځیان وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي دي .
د افغانستان د پکتیا د والی ویندوي عبدا... حسرت هم نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، د دغه ولایت په ګردیز ښار کې د پکتیا پوهنتون په وړاندې په بم چاودنې کې چې په موټر سائيکل کې کیښودل شوی ؤ ،دپوهنتون یو ساتونکی وژل شوی او دوه عام کسان ټپیان شوي دي .