غزني کښې چاودنې پنځه افغان پوځیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88828-غزني_کښې_چاودنې_پنځه_افغان_پوځیان_ووژل
د افغانستان په غزني ولایت کښې د ماین چاودیدو له امله پنځه پوځي ځواکونه مړه شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2020 03:22 Asia/Kabul
  • غزني کښې چاودنې پنځه افغان پوځیان ووژل

د افغانستان په غزني ولایت کښې د ماین چاودیدو له امله پنځه پوځي ځواکونه مړه شوې دي.

د افغانستان په غزني ولایت کښې د ماین چاودیدو له امله پنځه پوځي ځواکونه مړه شوې دي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د غزني د ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیري نن وویل چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کښې د افغان پوځیانو د ګاډي په لاره کښې ښخ شوی ماین وچاودید چې له امله یې پنځه پوځیان ووژل شول.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ملي اردو دغه ګاډي د غزني له مرکزه (ده یک) ولسوالۍ ته روان و.