د افغانستان د روغتیا وزیر خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88859-د_افغانستان_د_روغتیا_وزیر_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د روغتیا وزیر په هیواد کښې د کورونا وایروس د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2020 01:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان د روغتیا وزیر خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د روغتیا وزیر په هیواد کښې د کورونا وایروس د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ .

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پرون په کابل کښې په یوه (۱) خبري کانفرنس کښې د هیواد خلکو ته په جدي خبرداري سره وویل د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او د ماډل پراساس که چیرې د هیواد د خلکو سره یوځاې راغونډیدل کم نشي او خلک د روغتیا چارې رعایت نکړي د افغانستان په دیرش (۳۰) میلیونه نفوسو کښې به شپاړس میلیونه خلک په کورونا وایروس ککړ شي او یولک لس زره (۱۱۰۰۰۰) کسان به مړه هم شي .

هغه په هرات کښې ولایت کښې د کورونا وایروس  ګواښ ته په اشارې سره وویل ټاکل شوي ده له نن څخه په دغه ولایت کښې تګ راتګ محدود شي .

بل خبر دا چې په افغانستان کښې د کورونا وایروس له خپریدا وروسته ولسمشر اشرف غني د بندیانو د سزا د مودې د کمیدا او د خوشي کیدا حکم ورکړ .

له شپیتو (۶۰) کلونو بره کسان او ښځې د سزا د کمیدا او یا دازادیدا په حکم کښې لومړیتوب لری .

په افغانستان کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر دوه څلویښتو(۴۲) ته ورزیات شوی او له کبله یې دوه(۲) کسان مړه شوي هم دي .