د افغانستان حکومت له طالبانو سره اوربند غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88860-د_افغانستان_حکومت_له_طالبانو_سره_اوربند_غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني له طالبانو ډلې سره د اوربند د ټینګیدا په اړتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2020 01:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت له طالبانو سره اوربند غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني له طالبانو ډلې سره د اوربند د ټینګیدا په اړتیا ټینګار وکړ .

هغه پرون په طالبانو ډلې غږ وکړ چې له کورونا وایروس سره د  مبارزې او د سولې د  ټینګیدا په لړ کښې اوربند اعلان کړي په بله بڼه کښې که چیرې د کورونا وایروس د خپریدا له کبله په افغانستان کښې غمیزه رامینځته شي نو مسول به یې  طالبان او د هغوې ملاتړي هیوادونه وي .

د افغانسان ولسمشر اشرف غني په هیواد کښې د سولې ټینګیدل د ټولو خلکو غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه هغه کسان چې د سولې مخالف دي په حقیقت کښې د خلکو په وژل کیدا ټینګار لري .

د سولې د ټینګیدا لپاره  له طالبانو د اشرف غني غوښتنه په داسې حال کښې ده چې دغه ډلې په تیرو څو ورځو کښې د افغانستان په پولیسو او عسکرو حملې زیاتې کړي دي او ګڼ شمیر عسکر یې وژلي هم دي .