په کابل کې پر درمسال په ځانمرګی برید کې۲۵کسان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88874-په_کابل_کې_پر_درمسال_په_ځانمرګی_برید_کې۲۵کسان_وژل_شوي
دوه کاله مخکې هم هندوان او سیکان په دې هیواد کې تر برید لاندې راغلل چي له امله ئې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ تنه ژوبل شول. د دې حملې مسئولیت هم د داعش ترهګري ډلي په غاړه واخیست.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2020 13:14 Asia/Kabul
  •   په کابل کې پر درمسال په ځانمرګی برید کې۲۵کسان وژل شوي

دوه کاله مخکې هم هندوان او سیکان په دې هیواد کې تر برید لاندې راغلل چي له امله ئې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ تنه ژوبل شول. د دې حملې مسئولیت هم د داعش ترهګري ډلي په غاړه واخیست.

زمونږ خبریال  دخبرو سرچینو له قوله راپور راکړی  دافغانستان په کابل کې د سیکانو پر درمسال د ځان مرګي ډله ایز برید پړه د داعش تکفیری  ترهګرې ډلې  په غاړه  اخیستي   ده .

راپورښئ  د داعش تکفیری ډلې په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي په کابل کې د سیکانو پر درمسال باندې   نننی ځان مرګی برید د دې ډلي کار وو.

د افغانستان د داخله وزارت ویندوی وویل: نن سهار پر اته بجې څو ځان مرګي  بریدګر د کابل ښار د شوربازار په کوڅه کې د سیکانو درمسال ته ننوتي او د افغان امنیتي ځواک سره ئې نښته  کړي.

طارق آرین زیاته کړه: د خبر تر رارسېدو پوري د پولیسو د ځانګړو ځواکونو او بریدګرو تر مینځ   نښته روانه وه او د مرګ ژوبلي وروستي شمېرني لا نه دي په داګه شوي.

دوه کاله مخکې هم هندوان او سیکان په دې هیواد کې تر برید لاندې راغلل چي له امله ئې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۱ تنه ژوبل شول.

د دې حملې مسئولیت هم د داعش ترهګري ډلي په غاړه واخیست.