کروناویروس د افغانستان د ولسی جرګې غونډې هم وځنډولې
د افغانستان روغتیائي چارواکو وئيلي دي ، په دغه هیواد کې تر دې دمه شپږ کسان دکرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي او په هیواد کې کابو یو سل شل نور کسان هم په دغه ویروس ککړ شوي دي .
زمونږخبریال د آریا نیوز خبری چینلله قوله راپور راکړ د افغانستان د ولسی جرګې په نننۍ اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په افغانستان کې د کرونا ویروس دخوریدا او په کابل کې دګرخبندیز له املهخپلې څرګندې غونډې ئې ځنډولي دي .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي په بیړني حالت کې به ددغه ولسی اورګان بیړنۍ غونډې ترسره شي .
په دغې اعلامیې کې همداراز له حکومت او طالبانو هم غوښتل شوي دي ، په دغه شان شرائطو کې او له دغه خطرناک بحرانه دتیریدو لپاره دې جنګ او حملې ودروي او اور بند دې ټينګ کړي،له دې مخکې چې عامو خلکو او پوځيانو ته تاوانونه ورسیږي .
په عین حال کې د افغانستانروغتیائي چارواکو وئيلي دي ، په دغه هیواد کې تردې دمه شپږ کسان دکرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي او په هیواد کې کابو یو سل شل نور کسان هم په دغه ویروس ککړشوي دي .
همداراز د افغانستان حکومت هم د کرونا ویروس د خوریدا دمخنیوي په خاطر په کابل ښار کې ګرځبندیز لګولی او خلکو ته ئې سپارښتنه کړې څوپه کورونو کې دې کیښني او له ګڼې ګوڼې جوړولو دې ډډه وکړي .