طالبانو ډله اور بند نه غواړي
د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې چارواکو تیره اونۍ د دواړو لورو له خوا دبندیانو د خوشي کیدا په باب دوه ځله ویډیوئي کنفرانس په وسیله خبرې اترې کړي دي او د ځينو راپورونو په اساس موافقې ته هم رسیدلي دي . خو په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي چې طالبانو د خبرواترو لپاره د کابل حکومت له خوا ټآکل شوی پلاوی رد دکړی او وئيلي دي له دغه پلاوي سره خبرې نه کوي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویندوي جاوید فیصل پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د طالبانو ډلې له خوا په افغانستان کې تاؤتریخوالي او نښتې او حملې زیاتې شوي دي او دا له اور بند سره د دغې وسلوالې ډلې د مخالفت نښته ده .
د افغانستان د ملی امنیت شورا ویندوي همداراز وئيلي دي ، کابل ته د طالانو ډلې د بندیانو دخوشي کیدا په باب دکابل حکومت له چارواکو سره دخبرواترو لپاره ددغې ډلې دپلاوي ورتلل هم ځنډول شوي دي .
داپه داسې حال کې دي [ې د افغانستان دسولې په چارو کې د وزارت مسئولانو هم وئيلي دي ، چې له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره د مونږ ایجنډا مشخصه ده او سولې ته د رسیدو لپاره خبرواترو ته تیار یووو .
په همداروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو تاؤتریخوالي او نښتې زیاتې شوي ، حال دا چې طالبانو په درست افغانستان کې د تاؤتریخوالو د کمولو ژمنه کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې چارواکو تیره اونۍ د دواړو لورو له خوا دبندیانو د خوشي کیدا په باب دوه ځله ویډیوئي کنفرانس په وسیله خبرې اترې کړي دي او د ځينو راپورونو په اساس موافقې ته هم رسیدلي دي . خو په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي چې طالبانو د خبرواترو لپاره د کابل حکومت له خوا ټآکل شوی پلاوی رد دکړی او وئيلي دي له دغه پلاوي سره خبرې نه کوي .