د افغانستان د طالبانو پلاوی کابل ته رسیدلی دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو درې (۳)کسیزه پلاوی د خپلو بندیانو د خوشي کولو لپاره پلازمینې کابل ته ورسید .
د افغانستان د طالبانو یاند ذبیح الله مجاهد وویل د دغه ډلې درې (۳) غړي د خپلو بندیانو د انتقالولو لپاره کابل ته رسیدلي دي .
په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته وویل شو چې د طالبانو پینځه زره (۵۰۰۰) بندیان خوشي شي او دغه ډله هم د کابل د حکومت زر (۱۰۰۰) بندیان خوشي کاندي .
ټاکل شوي ده چې د طالبانو ډلې د پینځه زره (۵۰۰۰) او د افغانستان د حکومت د زرو (۱۰۰۰) عسکرو له خوشي کیدا وروسته د افغانانو ترمینځ بین الافغاني خبرې پیل شي .
د افغانستان حکومت په سوکه سوکه ډول د طالبانو د بندیانو په خوشي کولو ټینګار لري او وايي له زندانونو د پینځه زره (۵۰۰۰) طالب بندیانو خوشي کول مکمنه ده د جنګ ډګر ته د هغوې د بیرته ستنیدا سبب شي خو طالبانو ډلې ویلي دي د دغه ډلې د بندیانو خوشي کیدل د موافقې پراساس په ډله ییز ډول او په یووخت ترسره شي .
د افغانستان د حکومت او د طالبانو چارواکو په تیرو اوو (۷) ورځو کښې د ویډیو کانفرنس له لارې له یوبل سره درې (۳) ځله کتنې او خبرې اترې کړي دي .