د طالبانواوافغان حکومت بندیان تبادله کیږي
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تایید نه کړه چې نن به د بندیانو تبادله وشي که نه خو زیاته یې کړه، طالب پلاوي سره مخامخ خبرو کې د بندیانو په رابطه پرمختګ شوی دی چې د سره صلیب استازي هم په کې وو.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغان حکومت ځینې سرچینې وايي، کېدای شي چې نن کابل ته د طالبانو له راغلي پلاوي سره د خبرو له لارې یو شمېر زندانیان هم تبادله شي.
سرچینه چې د خپل نوم په پټ ساتلو ټینګار کوي وايي، نن به ۱۰۰ تنه طالب بندیان او ۲۰ تنه د ملي ځواکونو بندیان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تبادله شي.
دا سرچینه وايي، کابل ته د طالبانو په درې کسیز پلاوي کې مولوي عبدالفتاح، مولوي محمد اختر او مولوي ابراهیم راغلي دي خو د مولوي ضیا الدین په نوم کوم کس چې طالبانو د پلاوی مشر اعلان کړی و، نشته.
بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، کابل ته د طالبانو له راغلي پلاوي سره د بندیانو په تبادله مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تایید نه کړه چې نن به د بندیانو تبادله وشي که نه خو زیاته یې کړه، طالب پلاوي سره مخامخ خبرو کې د بندیانو په رابطه پرمختګ شوی دی چې د سره صلیب استازي هم په کې وو.
ټاکل شوې وه د مارچ په ۳۱مه د طالبانو ۱۰۰ تنه زندانیان خوشې شوي وای، خو افغان حکومت اعلان وکړ چې طالب پلاوی کابل ته راځي او دا پروسه ځنډېدلې ده.
طالبان ټینګار لري چې د افغاني مذاکراتو له پيل وړاندې باید د دوی ۵ زره بندیان خوشې شي، خو افغان حکومت وايي، بندیان به د یو میکانیزم له مخې تر ۱۵۰۰ تنو پورې په یو پړاو کې او ۳۵۰۰ زره به په بل پړاو کې خوشې کړای شي.