په افغانستان کې په کرونا د ککړو درملنې لپاره روغتون جوړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89128-په_افغانستان_کې_په_کرونا_د_ککړو_درملنې_لپاره_روغتون_جوړ_شو
هرات د افغانستان په څلوردیرشو ولایتونو کې په کووید -۱۹ناروغۍ د ا خته تر ټولو زیات ناروغان یعني دوه سوه څوارلس ناروغان لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2020 01:01 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په کرونا د ککړو درملنې لپاره روغتون جوړ شو

هرات د افغانستان په څلوردیرشو ولایتونو کې په کووید -۱۹ناروغۍ د ا خته تر ټولو زیات ناروغان یعني دوه سوه څوارلس ناروغان لري .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان  د ولسمشر دمرستیال په شتون سره په هرات ښار کې د کووید-۱۹ناروغۍ باندې داخته  ناروغانو د درملنې ځانګړی روغتون افتتاح شو .

 په سلو بسترو مشتمل دغه روغتون د  افغان  ولسمشر اشرف غني په فرمان سره  جوړ شوی دی .

 ددغه روغتون د جوړولو عملیات  شل ورځې مخکې پیل شوي وو ، په همدې دلیل  سرور دانش ددغه روغتونو د جوړیدا د ټيکدارانو دعمل د چټکتیا قدرونه کړې ده .

 هرات   د افغانستان په څلوردیرشو ولایتونو کې  په کووید -۱۹ناروغۍ د ا خته تر ټولو زیات  ناروغان یعني  دوه سوه څوارلس ناروغان لري .

 د افغانستان  د روغتیائي چارو وزارت پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي،  په تیر شواروز کې  په افغانستان کې په کرونا ویروس د نورو اته دیرشو کسانو په ککړیدو سره په کرونا ناروغۍ دککړو کسانو شمیر درې سوه اوه دیرش تنو ته رسیدلی  او همداراز  اوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او  له درملنې وروسته دولس کسان ښه شوي هم دي .

 د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې  د کرونا ویرو س دخوریدا  په زیاتیدا سره  ددغه هیواد مسئولان نیّت لري ، له دغې ناروغۍ سره دمقابلې لپاره  د تګ راتګ  محدودیّتونه  سخت کړي .