په افغانستان کې په نښتو کې ۱۶وسلوال طالبان ووژل شول
د امریکا او طالبانو ترمینځ د روغې جوړې له موافقې سره سره او همداراز له کابل حکومت سره د دغې ډلې دخبرواترو د پیلیدا په شپو ورځو کې په جنګ ځپلي افغانستان کې تاؤتریخوالي او نښتې هماغه راز دوام لري .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د دفاع وزارت په پرونۍ اعلامیې کې وئیل شوي دي ، طالبانو د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر پوځي پستو حمله کړې ، چې په موقعې د افغان عسکرو له کلک مقاومت سره مخ شوي او له امله ئې شپاړس وسلوال طالبان وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي .
په دغې نښتې کې همداراز د طالبانو اوه موټر سائیکلې او زیات مهمات او تجهیزات هم تباه شوي دي .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په پرونیو نښتو او اخ وډب کې هم د دیارلسو طالبانو او درو اربکیانو پشمول اتلس کسان وژل شوي دي .
د امریکا او طالبانو ترمینځ د روغې جوړې له موافقې سره سره او همداراز له کابل حکومت سره د دغې ډلې دخبرواترو د پیلیدا په شپو ورځو کې په جنګ ځپلي افغانستان کې تاؤتریخوالي او نښتې هماغه راز دوام لري .