له سولې وروسته په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو ضرورت نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89188-له_سولې_وروسته_په_افغانستان_کې_دبهرنیو_عسکرو_ضرورت_نشته
د افغانستان حکومت نن سل طالب بندیان خوشي کوي ، خو په هغو کې ددغې ډلې مهم کمانډران او مسئولان نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2020 11:21 Asia/Kabul
  •   له سولې وروسته په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو ضرورت نشته

د افغانستان حکومت نن سل طالب بندیان خوشي کوي ، خو په هغو کې ددغې ډلې مهم کمانډران او مسئولان نشته .

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د ولسمشر ځانګړي سلاکار وحید عمر  نن  په ارګ کې په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي ، په دغه هیواد کې د سولې له ټينګیدو او  د نښتو له ختمیدو وروسته ،  په  افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون ته هیڅ اړتیا نه لري .

 د افغانستان د ولسمشرۍ د ارګ د عمومي اوسټراټژيکو اړیکو د  برخې مشر  دغه راز وئيلي دي ، ددغه  هیواد حکومت  دبین الافغاني خبرواترو د پيلیدا لپاره  لازم  اقدامات کړي  او اوس د طالبانو ډلې وار دی ، څو  له حکومت سره  خبرې اترې پيل کړي .

 دغه لوړپوړي افغان چارواکي وئيلي دي ، که  افغانستان  سولې ته ورسیږي ، نو له دې وروسته به  دامریکایی او  نورو بهرنیو عسکرو شتون ته ضرورت  ونه لر ي. 

په داسې حال کې  چې  ځينو سرچینو چې په کابل کې ئې د طالبانو او کابل حکومتي لوري ترمینځ د خبرواترو د دریدا خبر ورکړی،له کابله ئې راپور ددې ښودنه کوي ، د افغانستان حکومت نن  سل طالب بندیان خوشي کوي ، خو  په هغو کې ددغې ډلې مهم کمانډران او مسئولان نشته .

 د افغانستان رسمي  چارواکو  یا طالبانو ډلې تر دې دمه  د سلو بندي طالبانو  د خوشي کیدا د راپور په باب کوم غبرګون نه دی ښودلی .