په کندهار کې په عامه وګړو خونړے راکټي برید شوے
د کندهار ولایت د پولیسو ویاند جمال بارکزي ویلي دي چې د دامان په ولسوالۍ له نامعلومه ځاے څخه راکټي برید شوے دے چې راکټ په یو کور لګیدلی دے.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې ۳ تنه ماشومان وژل شوي او ۹ تنه نور زخمي شوي دي.
هغه ویلي دي چې تر اوسه پورې دا لا معلومه نده چې دا راکټ له کومه ځایه او د چا لخوا راتوغول شوی دی. د پیښې د لامل د معلومولو په خاطر تحقیقات پيل شوي دي.
د ویلو ده چې د سیمې ځینو چارواکو د برید پړه پر طالبانو اچولې ده .
خو د سیمې خلکو بیا ویلي دي چې طالبان پدې سیمه کې هیڅ ډول فعالیت نلري او د برید پړه يي په امریکائي ځواکونو اچولې ده.
خو د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستې.
د ویلو ده چې پرون د افغانستان په شمال کښې د سمنګان ولایت د دره صوف په ولسوالۍ کې هم په برید کې ۲ تنو عامه وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سمنګان ولایت امنیتي مسئولینو ویلي دي چې طالبانو د دره صوف په ولسوالۍ کې په برید کې ۲ تنه عامه وګړي وژلي او پنځه تنه نور يي ژوبل کړيدي.
همداشان طالبانو په بلخ ولایت کې هم اته تنه عامه وګړي د تښتولو نه وروسته په ډزو وژلي دي.