د افغانستان طالبانو ډلې امریکا ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89270-د_افغانستان_طالبانو_ډلې_امریکا_ته_خبرداری_ورکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې ګواښ ورکړ د قطر موافقې ته د امریکا نه پاې بندۍ به په افغانستان کښې د جنګ سبب شي او د دغه جګړې مسولیت د واشنګټن پرغاړه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2020 12:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو ډلې امریکا ته خبرداری ورکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو ډلې ګواښ ورکړ د قطر موافقې ته د امریکا نه پاې بندۍ به په افغانستان کښې د جنګ سبب شي او د دغه جګړې مسولیت د واشنګټن پرغاړه دی .

طالبانو نن په یوې (۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ امریکا د قطر د موافقې خلاف ورزۍ کوي او په تیرو څو اونیو کښې یې په ځلونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي او په سلګونو خلک یې مړه او ژوبل کړي هم دي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د امریکاد عسکرو لخوا د افغانستان په بیلابیلو سیمو بمبارۍ او د قطر له موافقې د واشنګټن خلاف ورزۍ د سولې ضد حرکت دی او د سولې پیل شوي بهیر ته تاوان رسوي .

طالبانو ویلي دي د افغانستان له حکومتي زندانونو د دغه ډلې د غړیو له خوشي کیدا وروسته به د دغه ډلې ، د حکومت او دنورو سیاسي ډلو ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې پیل شي .

د افغانستان د سیاسي مسائیلو کارپیژاندي باوري دي امریکا نیت درلود د طالبانو او د واشنګټن ترمینځ د تش په نامه د سولې له موافقې د ځان لپاره سیاسي ګټه پورته کړي خو ناکامه شوي ده .