طالبانو د افغانستان شل حکومتي عسکر خوشي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89275-طالبانو_د_افغانستان_شل_حکومتي_عسکر_خوشي_کړل
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت لخوا د طالبانو د درې سوه (۳۰۰) بندیانو له خوشي کیدا وروسته په قطر کښې د دغه ډلې ویاند سهیل شاهین د طالبانو له بند څخه د شلو (۲۰) حکومتي عسکرو د خوشي کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2020 00:12 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغانستان شل  حکومتي عسکر خوشي کړل

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت لخوا د طالبانو د درې سوه (۳۰۰) بندیانو له خوشي کیدا وروسته په قطر کښې د دغه ډلې ویاند سهیل شاهین د طالبانو له بند څخه د شلو (۲۰) حکومتي عسکرو د خوشي کیدا خبر ورکړ .

سهیل شاهین په یوه (۱) پیغام کښې وویل پرون د طالبانو له زندان څخه د افغانستان شل(۲۰) حکومتي عسکر خوشي شول .

په قطر کښې د طالبانو او د امریکا ترمینځ د تش په نامه د سولې د موافقې پراساس ټاکل شوي ده چې د افغانستان د زرو (۱۰۰۰) حکومتي عسکرو د خوشي کیدا په بدل کښې د کابل حکومت د دغه ډلې پینځه زره () بندیان خوشي کړي  او له دغه چارې وروسته د طالبانو او د هیواد د نورو سیاسي ډلو ترمینځ د سولې خبرې اترې پیل شي .