په بادغیس اوبلخ کې په لسګونو وسلوال طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89290-په_بادغیس_اوبلخ_کې_په_لسګونو_وسلوال_طالبان_وژل_شوي
په همداوروستیو کې له یوه پلوه وسلوال طالبان له بندونو خوشي کیږي او بل پلوه د افغان امنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ اخ وډب په زیاتیدا شوی چې زیات شکونه ئې رامینځةکړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 13, 2020 08:21 Asia/Kabul
  • په بادغیس اوبلخ کې په لسګونو وسلوال طالبان وژل شوي

په همداوروستیو کې له یوه پلوه وسلوال طالبان له بندونو خوشي کیږي او بل پلوه د افغان امنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ اخ وډب په زیاتیدا شوی چې زیات شکونه ئې رامینځةکړي دي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان دفاع وزارت نن دېوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،د بادغیس ولایت  په شاوخوا قلعه نو او قادس  لاره کې  د افغان ملی اردو او طالبانو ترمینځ په سختې نښتې کې  اوه طالبان وژل شوي  او  یولس نور ټپيان شوي دي .

 ددغه راپور په اساس ، همداراز په بادغیس کې  د یوه ماین دچاودیدو له امله پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او یولیس نور ټپیان شوي دي .

 همداراز په یوه بل راپور کې وئيل شوي دي ، په بلخ ولایت کې هم د  امنیتي مامورانو او طالبانو ترمینځ په اخ وډب کې دولس وسلوال طالبان وژل شوي  او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .  دغه راز د طالبانو یو شمیر وسله او تجهیزات هم  دامنیتی مامورانو منګولو ته ورغلي دي .

 دغه راز یو بل خبر ښئ  په پکتیا ولایت کې هم ناپيژاندو وسلوالو  دوه حکومتي مسئولان  وژلي دي.  د پکتیا د  والی ویندوي  عبدا... حسرت  نن سهار وئيلي مخ پټو وسلوالو بیګا  دملی امنیت یو لوړ پوړی مسئول  او د ګردیز ښاروالۍ یو بل مسئول  په ډزو وژلی دي .

په همداوروستیو کې  له یوه پلوه وسلوال طالبان  له بندونو خوشي کیږي او بل پلوه د افغان امنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځ  اخ وډب په زیاتیدا شوی چې زیات شکونه ئې رامینځةکړي دي .