د افغانستان سیاسی ترینګلتیاوې دختمیدا په درشل کې دي
له بل پلوه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزی یوه نزدې کس چې داشرف غني او عبدا... عبدا... ترمینځ ئې مینځګړیتوب کړی ، وئیلي دي ، اشرف غني او عبدا.. عبدا... تفاهم ته سره نزدې شوي دي .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د د افغانستان دملی جنبش او دغه راز د ډاکټر عبدا...عبدا... یوه ویندوي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د افغانستان د راتلونکي حکومت لپاره د اشرف غني د پلان په ردیدا پسې عبدا..عبدا... او دهغه پلوي یوشمیر سیاسی شخصیتونو، په یوه سیاسی قدرت کې د اشرف غني او عبدا... عبدا... په شتون سره دیوه مشارکتي حکومت د جوړیدا پلان برابر کړی دی .
بشیر احمد ته ینج زیاته کړې ده ، ددغه پلان په اساس ، چې د نړیوالې ټونلې په غوښتنې سره برابرشوی،په راتلونکي حکومت کې به دعبدا... پلوي سیاسی شخصیتونه شتون ولري .
دغه ویندوي وئيلي دي ، د مشارکتي حکومت د جوړیدا پلان دنهایت کیدا په حال کې دی او دغه پلان به اشرف غني ته وړاندې شي .
ته ینج زیاته کړې ، که دغه پلان رد شي ، نو د پراخ بنسټه حکومت د کابینې د جوړولو لپاره به د ورپسې اقداماتو لپاره د عبدا... عبدا...لاس خلاص وي .
له بل پلوه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزی یوه نزدې کس چې د اشرف غني او عبدا... عبدا... ترمینځ ئې مینځګړیتوب کړی ، وئیلي دي ، اشرف غني او عبدا.. عبدا... تفاهم ته سره نزدې شوي دي . خو د له عبدا... سره سره نزدې یوه شخصیت فضل احمد معنوي په یوه پیغام کې وئيلي دي ، په سیاسی خبرواترو کې تر دې دمه هیڅ ډول پرمختګ او موافقه نه ده شوې ..