دافغانستان سوله او امنیت د درستې سیمې امنیت اوثبات دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89298-دافغانستان_سوله_او_امنیت_د_درستې_سیمې_امنیت_اوثبات_دی
د ایران خارجه وزیر همداراز پرون هم د ملګروملتو له سرمنشي آنتونیو ګوتریش سریه په خبرو کې په افغانستان کې د سیاسی بحران دحل او په دغه هیواد کې دسولې د بهیر د پرمختګ لپاره د ایران د ډيپلوماټیکو هلوځلو دراپور په وړاندې کولو سره ، له اشرف غني ،عبدا... عبدا... او حنیف اتمر سره د خپلو تماسونو له جزیاتو خبر کړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 13, 2020 11:31 Asia/Kabul
  • دافغانستان سوله او امنیت د درستې سیمې امنیت اوثبات دی

د ایران خارجه وزیر همداراز پرون هم د ملګروملتو له سرمنشي آنتونیو ګوتریش سریه په خبرو کې په افغانستان کې د سیاسی بحران دحل او په دغه هیواد کې دسولې د بهیر د پرمختګ لپاره د ایران د ډيپلوماټیکو هلوځلو دراپور په وړاندې کولو سره ، له اشرف غني ،عبدا... عبدا... او حنیف اتمر سره د خپلو تماسونو له جزیاتو خبر کړ .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران خارجه وزارت نن د ېوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، دایران اسلامی جمهوریت خارجه  وزیر په افغانستان کې دسیاسی بحران  تر ټولو وروستیو بدلونونو په باب د  روسیې ،قطر او ترکیې له خارجه وزیرانو سره خبرې  اترې  او مشورې کړي دي .

 جواد ظریف نن سهار د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف ، د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو او د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني  سره  د افغانستان د وروستیوسیاسی بدلونونو او  په دغه هیواد کې دسولې دبهیر په باب   دنظر تبادله کړې  او وئیلي ئې دي د افغانستان سوله او ثبات د درستې سیمې بلکې د درستې نړۍ  سوله او ثبات دی او باید په دغه هیواد کې د سولې اوثبات د ټینګیدو لپاره  هر اړخیزې  هڅې وشي .

 همداراز په دغو ټيلیفوني خبرو کې  په سیمې او نړۍ کې د کرونا ویروس  د خوریدا د وضعیّت  او همداراز له دغې خوریدونکي بلا سره هر اړخیزې حل لارې په باب مشورې  شوي دي .

 دایران خارجه وزیر همدرااز  په دغو خبرو کې  د افغانستان د بیلابیلو ډلو ټپلو  ترمینځ د وحدت په دغه هیواد کې د سولې اوثبات  د ټينګيدا  او همداراز  د دوواړخیزو  ملګرتیاؤ د پراختیا په ضرورت هم ټينګار  وکړ .