دافغانستان سوله او امنیت د درستې سیمې امنیت اوثبات دی
د ایران خارجه وزیر همداراز پرون هم د ملګروملتو له سرمنشي آنتونیو ګوتریش سریه په خبرو کې په افغانستان کې د سیاسی بحران دحل او په دغه هیواد کې دسولې د بهیر د پرمختګ لپاره د ایران د ډيپلوماټیکو هلوځلو دراپور په وړاندې کولو سره ، له اشرف غني ،عبدا... عبدا... او حنیف اتمر سره د خپلو تماسونو له جزیاتو خبر کړ .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران خارجه وزارت نن د ېوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، دایران اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په افغانستان کې دسیاسی بحران تر ټولو وروستیو بدلونونو په باب د روسیې ،قطر او ترکیې له خارجه وزیرانو سره خبرې اترې او مشورې کړي دي .
جواد ظریف نن سهار د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف ، د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو او د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د افغانستان د وروستیوسیاسی بدلونونو او په دغه هیواد کې دسولې دبهیر په باب دنظر تبادله کړې او وئیلي ئې دي د افغانستان سوله او ثبات د درستې سیمې بلکې د درستې نړۍ سوله او ثبات دی او باید په دغه هیواد کې د سولې اوثبات د ټینګیدو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي .
همداراز په دغو ټيلیفوني خبرو کې په سیمې او نړۍ کې د کرونا ویروس د خوریدا د وضعیّت او همداراز له دغې خوریدونکي بلا سره هر اړخیزې حل لارې په باب مشورې شوي دي .
دایران خارجه وزیر همدرااز په دغو خبرو کې د افغانستان د بیلابیلو ډلو ټپلو ترمینځ د وحدت په دغه هیواد کې د سولې اوثبات د ټينګيدا او همداراز د دوواړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په ضرورت هم ټينګار وکړ .