په ننګرهار کښې ۲۸ کیلوګرامه چرس ونیول شول
په ننګرهار کې دوه تنه د (۲۸) کیلوګرامه چرسواو په کابل کې یو کس(۱) د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۸ کیلوګرامه چرس چې په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي چې د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي هم دي.
بلخوا خبر پاڼه وایي کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو کس د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد عملیات د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند تایمني سیمه کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې له یوه استوګنیز کور څخه (۱۲) کیلوګرامه چرس، (۳) کیلوګرامه تریاک، (۱۶) بوتله الکولي څښاک، (۲) میله وسلې او (۶۵۰۰۰) افغانۍ نقدې پيسې هم ترلاسه او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په سمنګان او تخار ولایتونو کې پولیسو پنځه تنه د غلا په تړاو نیولي ول.