طالبانو په لوګر کې نهه افغان پوځيان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89361-طالبانو_په_لوګر_کې_نهه_افغان_پوځيان_ووژل
دکندهار او هلمند ولایتونو په میانشین او ګرشک ولسوالیو کې هم د افغان عسکرو او طالبانو ترمینځ په نښتو کې د دغې ډلې دیوه مشر مولوي محمود پشمول نهه وسلوال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2020 09:31 Asia/Kabul
  • طالبانو په لوګر کې نهه افغان پوځيان ووژل

دکندهار او هلمند ولایتونو په میانشین او ګرشک ولسوالیو کې هم د افغان عسکرو او طالبانو ترمینځ په نښتو کې د دغې ډلې دیوه مشر مولوي محمود پشمول نهه وسلوال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي .

زمونږ خبریال راپورراکړ  د افغانستان دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، طالبانود لوګر ولایت  په څرخ ولسوالۍ کې په پوځي پستو یرغلونه  کړي ، چې  له امله ئې نهه  افغان پوځیان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

 په دغې ا علامیې کې وئيل شوي دي ، په دغو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي .

  همداراز وئيل شوي دي،دکندهار او هلمند ولایتونو په میانشین او ګرشک ولسوالیو کې  هم د افغان عسکرو او طالبانو ترمینځ په نښتو کې  د دغې ډلې دیوه مشر مولوي محمود پشمول  نهه وسلوال طالبان  وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي .

 همدرااز په دغو عملیاتوکې  افغان پوځیانو  پخپلو عملیاتوکې  اوه ویشت ماینونه  هم دغه راز یو شمیر نور تجهیزات هم کشف او ضبط کړي دي .