په لغمان ولایت کی پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89368-په_لغمان_ولایت_کی_پنځه_وسله_والو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
له تیرې ورځې راهسې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې دافغان امنیتی ځواک له لورې د وسله والو طالبانو پر خلاف عملیات پېل شوي چې له امله ئې په سیمه کې وسله واله نښته هم شوي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2020 11:13 Asia/Kabul
  • په لغمان ولایت کی پنځه  وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله  اوښتې

له تیرې ورځې راهسې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې دافغان امنیتی ځواک له لورې د وسله والو طالبانو پر خلاف عملیات پېل شوي چې له امله ئې په سیمه کې وسله واله نښته هم شوي ده .

زمونږخبریال  له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان په ختیزو ولایتونوکې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وایی له تیرې ورځې راهسې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې دافغان امنیتی ځواک له لورې د وسله والو طالبانو پر خلاف عملیات پېل شوي چې له امله ئې  په سیمه کې وسله واله نښته هم شوي ده . هارون یوسفزي وویل په دی نښته کی څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپی شویدی. نوموړي دامنیتی ځواکونو او ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی. بل پلو په څنګلوري ولایت ننګرهار کی بیا چارواکو د یو ټپي شوی پاکستانی طالب د نیول کیدو خبر ورکړ چارواکی وایی دا پاکستانی طالب تیره ورځ د ننګرهار ولایت د مومندری ولسوالۍ اړوند د غوړه کي په سیمه کې چې اوس د امنیتی ځواکونو په ولکه کې دی د نښتې پر مهال ټپی شوی و چې د پلټنی پرمهال د امنیتی ځواکونو لاسته ورغی