طالبانولغمان کې شل بندي افغان عسکرخوشی کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89390-طالبانولغمان_کې_شل_بندي_افغان_عسکرخوشی_کړي
دافغانستان دملی امنیت د غزني ولايت سیمه ایز چاواکو وئيلي دي ، ددې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نامه نظامي مسئول محمد عبدا.... تیرماﺯديګر د ولسي پاڅون کوونکو په يوه کمين کي ووژل شو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 17, 2020 09:32 Asia/Kabul
  • طالبانولغمان کې شل بندي افغان عسکرخوشی کړي

دافغانستان دملی امنیت د غزني ولايت سیمه ایز چاواکو وئيلي دي ، ددې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نامه نظامي مسئول محمد عبدا.... تیرماﺯديګر د ولسي پاڅون کوونکو په يوه کمين کي ووژل شو.

زمونږخبریال  له ننګرهاره راپورراکړ  طالبانوډلې مسئولانو وئيلي دي ،،هغه شل افغان عسکر ئې چی له دوي سره بندیان وو،  په لغمان ولایت کی خوشی کړی دی طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی ،پنځلس تنه ئې د لغمان په الیشنګ او پنځه تنه ئې  د الینګار په ولسوالی کی د سرۀ صلیب کارکوونکو ته سپارلي دی خو په سیمه کی عینی شاهدان وائي  په کومه سیمه کی چی طالبانو دا زندانی عسکر  خوشی کړی،  د سره صلیب کارکوونکی  نه دښي .  دلغمان ولایتی ادارې هم په دی اړه څه نه دی ویلی دا هم څرګنده نده چی خوشی شوی ټول افغان عسکر  دي،  که ملکی وګړی هم پکی شامل دی . طالبان دا افغان عسکر  وروسته له دې  خوشی کوی چی تیره ورځ دافغانستان دملی امنیت   د غزني ولايت سیمه ایز چاواکو وئيلي دي ، ددې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نامه نظامي مسئول محمد عبدا.... تیرماﺯديګر د ولسي پاڅون کوونکو په يوه کمين کي ووژل شو.

د نوموړي مړى، وسله او موټر سايکل د پاڅون وسله والو لاس ته ورغلى، البته  په  نښته کي پاڅون کوونکو ته ﺯيان ندى اوښتى.

 

Image Caption
Image Caption
Image Caption

همدرااز د افغانستان د دفاع وزارت په نننۍ اعلامیې کې هم وئيل شوي  په بادغیس او فراه ولایتونو کې د افغان ملی اردو او طالبانو ترمینځ په نښتو کې ددغې ډلې د څلورو مهم کمانډرانو پشمول شپاړس کسان وژل شوي او یو شمیر نورهم ټپیان شوي دي .