په بغلان کې ۱۸ افغان عسکر او پولیس له طالبانوسره یوځاي شول
له دې سره په یووخت دا خبرونه هم رارسیږي ، چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د افغان عسکرو او طالبانو ترمینځ اخ وډپ زیات شوی او داسې کومه ورځ نشته چې د دوي ترمینځ په نښتو کې د عامو خلکو وینه توي نشي .
د طالبانو یوه یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن مونږ سره په لنډ تماس کې وئيلي دي ، پرون د افغانستان د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ۱۸ افغان عسکر اوپولیس له خپلو وسلو سره له طالبانو سره یو ځاي شوي چې طالبانو له خوا ئې تود هرکلی شوی دی .
هغه ادعا کړې ، په دا وروستیو کې په مختلفو ولایاتو کې له طالبانو سره د افغان عسکرو، پولیسو او نورو اړوندو کسانو د یوځای کیدلو لړۍ زیاته شوې ده .
راپورونه ښئ پرون هم طالبانو په لغمان ولایت کې اتلس افغان عسکر چې د دوی په بند کې وو خوشي کړي دي .