د اشرف غني او عبدا..عبدا...د سیاسی جوړجاړي ګونګوسې زیاتې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89417-د_اشرف_غني_او_عبدا..عبدا...د_سیاسی_جوړجاړي_ګونګوسې_زیاتې_شوي
ډ یری شناندي او کارپوهان وائي د افغانستان په واکمن لوري کې له دغو اختلافاتو څخه په استفادې سره طالبانو ډله هم هڅه کوي له دغه فرصته سمه استفاده وکړي او له واکمن لوري زیات ا متیازونه ترلاسه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2020 11:14 Asia/Kabul
  •   د اشرف غني او عبدا..عبدا...د سیاسی جوړجاړي ګونګوسې زیاتې شوي

ډ یری شناندي او کارپوهان وائي د افغانستان په واکمن لوري کې له دغو اختلافاتو څخه په استفادې سره طالبانو ډله هم هڅه کوي له دغه فرصته سمه استفاده وکړي او له واکمن لوري زیات ا متیازونه ترلاسه کړي .

زمونږخبریال  د طلوع نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ  د  افغانستان  دسولې په چارو کې  د حکومت وزیر سلام  رحیمي  پرون ناوخته  رسندویو سره په خبرو کې  د پراخ بنسټه حکومت د پلان په باب د اشرف غني او عبدا.. عبدا..  ترمینځ  دسیاسی تاؤتریخوالي دختمولو لپاره دپرمختګ  خبر ورکړی او وئيلی ئې دي ،  ډير زر به  د عبدا..عبدا... په مشرۍ د سولې  عالی شورا جوړه شي او  له طالبانو سره ددغې شورا  د مرکچي ټيم  سلاحیتونه به وټاکل شي ،

  د افغانستان د سولې په چارو کې ددغه وزیر  څرګندونې  په داسې حال کې دي چې  د همپالنې او ثبات د انتخاباتي ټيم دمشر عبدا..عبدا...ویندوي فریدون  خوزون  وائي،تر دې دمه  د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو انتخاباتي  سیالانو ترمینځ  هیڅ ډول موافقه یا پرمختګ نه دی شوی .

 له دې مخکې  عبدا..عبدا..چې ځان د افغانستان  ولسمشر ګڼي ،وئيلي وو، که  په دغه هیواد کې د پراخ بنسټه حکومت پلان ونه منل شي ،نو خپله  کابینه به معرفي کړي . ډ یری شناندي او کارپوهان وائي د افغانستان  په واکمن لوري کې له  دغو اختلافاتو څخه په  استفادې سره طالبانو ډله هم هڅه کوي له دغه  فرصته سمه استفاده وکړي او  له واکمن لوري  زیات ا متیازونه ترلاسه کړي .