د افغانستان د ولسي جرګې په پخواني غړي حمله شوې
Apr 19, 2020 03:13 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسي جرګې په پخواني غړي محمد حسین فهیمي باندې په سرپل ولایت کښې د نامعلومو کسانو له خوا برید شوې دی.
د افغانستان د ولسي جرګې په پخواني غړي محمد حسین فهیمي باندې په سرپل ولایت کښې د نامعلومو کسانو له خوا برید شوې دی.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د شمالي ولایت سرپل د والي ویاند وویل: نامعلومو وسله والو وړمه شپه په بلخاب ولسوالۍ کښې د پارلیمان د دغه پخواني غړي په کور باندې حمله وکړه خو له نیکه مرغه په کښې محمد حسین فهیمي ته تاوان ونه رسیده خو یو ساتونکې یې وژل شوی او زوې یې هم زخمي شو.
خبر زیاتوي چې د دغې حملې پړه لا چا نه ده منلې.
ټیګونه