طالبانو په کاپيسا کښې عامه خلقو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89439-طالبانو_په_کاپيسا_کښې_عامه_خلقو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
امنیتی چارواکی وایي طالبانو په کاپیسا ولایت کی عامه وګړو ته مرګ ژوبله اړولی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2020 12:56 Asia/Kabul
  • طالبانو په کاپيسا کښې عامه خلقو ته مرګ ژوبله واړوله

امنیتی چارواکی وایي طالبانو په کاپیسا ولایت کی عامه وګړو ته مرګ ژوبله اړولی ده

په ختیزو ولایتونو کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزے وایی تیره ورځ وسله والو طالبانو د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند سیموکې د امنیتی ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل چې د نوموړي په وینا د مخالفینو له لوري راتوغول شوي د هاوان یوه مرمۍ په یو کور لګیدلې چې پکی د نوموړي په وېنا یو عامه  وګړے وژل شوے او دری تنه نور ژوبل شوی دي.

امنیتی چارواکي  ادعا کوي چې طالبانو تل پ امنیتی ځواکونو د بریدونو په مهال عامه وګړي په نښه کړي دي . وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دي ویلی .په کاپیسا ولایت کی عامه وګړو ته دا مرګ ژوبله داسی مهال اوړي چې دافغانستان د ملی امنیت شوراویلی په تیره یوه میاشت کې طالبانو تر دیرشو ډیرعامه وګړي وژلی دي.