بادغیس کښې د سیمهييزو پولیسو یو قومندان ووژل شو
Apr 19, 2020 13:04 Asia/Kabul
د افغانستان د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کښې د طالبانود برید په نتیجه کښې دوه سیمه ییز پولیس او یو یې قومندان وژل شوي دي او شپږ نور زخمي شوي دي.
د افغانستان د طلوع نيوز د رپوټ له مخې د بادغیس د والي ویاند، نجم الدین برهاني نن وويل چې طالبانو د مقر ولسوالۍ چشمه دزدک سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په قومندان، سعدالدین برید وکړ او وې وژۀ.
نوموړی زیاتوي چې پېښه سهار وختي شوې او نښتې دوه ساعته دوام کړے، خو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو مالومات نشته.
دا په داسې حال کې ده چې بادغیس د هېواد په لویدیځ کې نا امنه ولایت شمېرل کېږي چې طالب وسله وال یې په ځینو سیمو کې مېشت دي.
د پېښې په تړاو طالبانو لا څه نه دي ویلي.
ټیګونه