په پکتیکا کې ماین چاودنې اوه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولی ده
Apr 20, 2020 11:39 Asia/Kabul
د پکتیکا له امنیه قومندانۍ څخه نن په خبرپاڼه کې راغلي د برمل په مرغې سیمه کې شوې ده چې په ترڅ کې یې پنځه ملکیان وژل شوي او ۲ ژوبل دي.
د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي دي.
د پکتیکا له امنیه قومندانۍ څخه نن په خبرپاڼه کې راغلي د برمل په مرغې سیمه کې شوې ده چې په ترڅ کې یې پنځه ملکیان وژل شوي او ۲ ژوبل دي.
خبرپاڼه وايي، ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و او د ملکیانو پر موټر یې چاودنه کړې ده، خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو په تېرو ۹ ورځو کې د سړک غاړې ماین چاودنو او بریدونو کې۳۷ ملکیان وژلي دي.
ټیګونه