د خوست پر والي کار بم چاودنې۱۴کسان ټپیان کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89486-د_خوست_پر_والي_کار_بم_چاودنې۱۴کسان_ټپیان_کړي
نښې نښانې ښئ چې طالبانو په همداوروستیو کې له بین الافغانی خبرواترو پيلیدو مخکې خپلو جنګي عملیاتو ته زور ورکړی او داسې کومه ورځ نشته چې په دغه هیواد کې دطالبانو او افغان عسکرو ترمینځ په اخ وډب کې یو شمیر عام افغانان خپل ژوند له لاسه ورنکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2020 00:07 Asia/Kabul
  • د خوست پر والي کار بم چاودنې۱۴کسان ټپیان کړي

نښې نښانې ښئ چې طالبانو په همداوروستیو کې له بین الافغانی خبرواترو پيلیدو مخکې خپلو جنګي عملیاتو ته زور ورکړی او داسې کومه ورځ نشته چې په دغه هیواد کې دطالبانو او افغان عسکرو ترمینځ په اخ وډب کې یو شمیر عام افغانان خپل ژوند له لاسه ورنکړي .

زمونږخبریال دصداي افغان خبري  آژانس له قوله راپور راکړ  دافغانستان د خوست د والي د ګاډو پر کاروان  بیګا بم چاودنه شوې  چې وئيل په دغې پيښې کې  ۲ پوځیان او ۱۲ عام کسان ټپیان شوي دي. البته راپور ښئ  په دغه برید کې والي  محمد حلیم  فدائي بچ پاتې شوی دی .

 له دې مخکې هم د افغانستان د دایکنډي  ولایت د پولیسو  دقوماندان  دګاډو په لاره کې هم بم چاودنه شوي چې  له امله ئې دوه کسان  وژل شوي او درې نور هم ټپیان شوي دي .  

دخبر ترمخابیره کیدا پورې ددغو چاودنو پړه چا په غاړه نه ده اخستي خو نښې نښانې ښئ چې طالبانو په همداوروستیو کې له بین الافغانی خبرواترو پيلیدو مخکې  خپلو جنګي عملیاتو ته زور ورکړی او داسې کومه ورځ نشته چې په دغه هیواد کې  دطالبانو او افغان عسکرو ترمینځ په اخ  وډب کې یو شمیر  عام افغانان  خپل ژوند له لاسه ورنکړي .