ایران د افغانستان د کړکیچ په حل کښې مهم رول لوبولی شي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسي جرګې غړي سید جمال فکوري بهشتي ټينګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د هیواد د کړکیچ په هواري کښې ټاکونکی رول لري .
هغه په دې خبرې سره چې په قطر کښې د امریکا او د طالبانو موافقه له ماتي سره مخ شوي ده وویل د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې او د چین په مرستې سره په افغانستان کښې د جنګ په ختمولو او د سولې په ټینګولو او د امنیت په تامینولو کښې ډير اغیز شیندونکی کیدلای شي چې د افغانستان د مسائیلو په حل کښې مرسته وکړي .
د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمینځ سیاسي تاوتریخوالی هغه وخت پیل شو چې د افغانستان د انتخاباتو کمیټۍ اشرف غني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ګټونکی اعلان کړ خو عبدالله عبدالله د ټول ټاکنو په پایلو باندې اعتراض کولو سره ځان ولسمشر ونوموه او دواړو سیاسي سیالانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله ) په کابل کښې په دوو (۲) ماڼیو کښې د لوړې مراسم ترسره کړل .