په غزني کې ۱۵وسلوال طالبان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89572-په_غزني_کې_۱۵وسلوال_طالبان_وژل_شوي_دي
د طالبانو دغه حملې او اخ وډب په داسې حال کې دی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني تیره پنجشنبه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی ، چې له اوربند سره دې موافقه وکړي خو دغې ډلې یو ځل بیا داشرف غني دغه غوښتنه رد کړې ده او دا ګواښونه اودړکې ښائي دروژې په مبارکې میاشتې کې به هم چې په دغې میاشتې کې جنګ جګړې او وینې بهیدا حرام ګرځول شوي ، هماغه راز دوام ولري او افغان ولس به په ویرې اووحشت کې په روژې میاشت کې له خداي پاک سره راز او نیاز وکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 25, 2020 07:53 Asia/Kabul
  • په غزني کې ۱۵وسلوال طالبان وژل شوي دي

د طالبانو دغه حملې او اخ وډب په داسې حال کې دی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني تیره پنجشنبه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی ، چې له اوربند سره دې موافقه وکړي خو دغې ډلې یو ځل بیا داشرف غني دغه غوښتنه رد کړې ده او دا ګواښونه اودړکې ښائي دروژې په مبارکې میاشتې کې به هم چې په دغې میاشتې کې جنګ جګړې او وینې بهیدا حرام ګرځول شوي ، هماغه راز دوام ولري او افغان ولس به په ویرې اووحشت کې په روژې میاشت کې له خداي پاک سره راز او نیاز وکړي .

زمونږخبریال  د صدائ افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د  غزني ولایت دپولیسو ویندوي احمد خان سیرت  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، وسلوالو طالبانو  د غزني  د اندړو ولسوالۍ په شاوخوا کې  دامنیتی ځواک پر کاروان حمله کړې  چې د یوې سختې نښتې لامل شوي او په نتیجې کې ئې   نور شپږ وسلوال طالبان ټپیان شوي هم دي .

 البته هغه  په دغې حملې کې  د افغانستان د امنیتی ځواک  احتمالي مرګ ژوبلو ته کومه اشاره نه ده کړې .

 په عین حال کې  په  غزني ولایت  په یوې توغندوي حملې کې  هم یو عام افغان ښاریز وژل شوی او  دریالس نور ټپيان شوي دي .

همداراز دافغانستان په شمال کې دفریاب ولایت دپولیسو ویندوي عبدالکریم یورش م نن وئيلي دي ،وسلوالو طالبانو ددغه ولایت په قیصار  ولسوالۍ کې په یوه کلي په حملې سره درې عام افغانان وژلي او نهه نور ئې ټپیان کړي دي .

  په تیرې یوې اونۍ کې  طالبانو ډلې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې  خپلې حملې زیاتې کړي   چې له امله ئې  ددغه هیواد په لسګونو امنیتی اوپولیسي ماموران  مړه او ټپیان ش وي او همداراز  دعامو خلکو وینه هم پکې توي شوې ده .