د افغانستان طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89617-د_افغانستان_طالبانو_د_اوربند_غوښتنه_رد_کړه
زمونږ خبریال وايي طالبانو ډلې په افغانستان کښې د عمومي اوربند غوښتنه غیر منطقي او فرصت غوښتنه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2020 11:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړه

زمونږ خبریال وايي طالبانو ډلې په افغانستان کښې د عمومي اوربند غوښتنه غیر منطقي او فرصت غوښتنه وبلله .

د افغانستان د طالبانو ویاند  ذبیح الله مجاهد نن په یوې (۱) بیانیې کښې د اوربند یا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له دغه ډلې  بیا بیا غوښتنو ته په ځواب کښې وویل طالبانو په هیواد کښې د جنګ د ختمولو او د سولې د ټینګولو لپاره په خپلو دندو عمل کړی دی خو امریکا ، ناټو او د دوې ملاتړو د طالبانو او د واشنګټن د موافقې د اجرا لپاره په خپل مسولیت عمل نه دی کړی .

د طالبانو د بیانیې پراساس ناټو په افغانستان کښې د جنګ د زیاتولو لپاره  د کابل حکومت ته په میلیونونو ډالره جنګي سازوسامانونه ورکړي دي او دا یو (۱) لمسونکی اقدام دی .

په تیرو ورځو کښې د افغانستان په ولسمشر اشرف غني سربیره امریکا ، د ناټو مشر ، اسلامي کانفرنس موسسې ، اروپايي اتحادیې ، په افغانستان کښې د ملګروملتونو نمایندګۍ او څو نورو هیوادونو او نړیوالو موسسو له طالبانو غوښتي دي اوربند یا د تاوتریخوالي له کمولو سره موافقه وکړي .

په قطر کښې د طالبانو او د امریکا ترمینځ د سولې تش په نامه د موافقې پراساس دواړه لورې باید په افغانستان کښې د یوه (۱) بل په مرکزونو او اډو حملې ونکړي .

دغه موافقې نه یوازې ماتي خوړلي ده بلکې له ډیرو چیلنجونو سره مخ ده او په افغانستان کښې د جنګ په ختمیدا او د امنیت په تامینیدا کښې یې هیڅ اغیز نه دی لرلی او په دغه هیواد کښې ورځ تر بلې ناامنۍ پسې زیاتیږي .