د افغانستان حکومت طالبانو ته د جنګ بندولو لپاره خبردارې ورکړ
د افغانستان د ملي دفاع وزارت طالب ډلې ته خبردارې ورکړ چې په دغه هیواد کښې دې جنګ او وژلې بندې کړي.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې اسد ا... خالد پرون د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزار شریف کښې خبریالانو ته په مرکه کښې طالبانو ته خبردارې ورکړ چې که په افغانستان کښې خپلې حملې جاري وساتي نو له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کښې به له مینځه لاړ شي.
د افغانستان دغه پوځي چارواکي یوځل بیا په افغانستان کښې د دائمي اوربند په ټینګیدو، د امنیت په تامینیدو او د صلحې په برقراریدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې طالبانو د قطر له موافقې وروسته د حکومتي ځواکونو په سنګرونو باندې خپل بریدونه زیات کړې دي او په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو هیڅ نیت او اراده نه لري.
په عین حال کښې د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن د قطر د موافقې له مخې د حملو په کمولو د طالبانو په نه پابندۍ باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه ډله نه یوازې د افغانستان له حکومتي ځواکونو سره جنګ ته دوام ورکوي بلکې حتی ملکي وګړي هم خپل هدف ګرځوي.
بل خبر دا چې د امریکې او طالبانو ترمینځ تش د نامې صلحې د موافقې له ماتې وروسته د افغانستان لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي بیګا له طالبانو وغوښتل چې د روژې په دې مبارکه میاشت کښې خپلې حملې بندې کړي.
ځلمی خلیلزاد چې د قطر د موافقې له اجرا نهیلې شوی دی، وویل: دا ښه فرصت دی چې طالبان په افغانستان کښې جګړه پریږدي او اوربند ټینګ کړي.
خو له بلې خوا طالبانو د امریکايي او افغان چارواکو له خوا د اوربند غوښتنه په کراتو رد کړې ده او وايي چې دغه ډله په قطر کښې د دوي او واشنګټن ترمینځ د صلحې د موافقې د مفادو په بنیاد عمل کوي.