حامد کرزي د بهرنیو پوځیانو د عملیاتو په بندیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89644-حامد_کرزي_د_بهرنیو_پوځیانو_د_عملیاتو_په_بندیدو_ټینګار_وکړ
د افغانستان تیر ولسمشر په خپل هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو د عملیاتو د بندیدو په ضرورت تاکید کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2020 02:55 Asia/Kabul
  • حامد کرزي د بهرنیو پوځیانو د عملیاتو په بندیدو ټینګار وکړ

د افغانستان تیر ولسمشر په خپل هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو د عملیاتو د بندیدو په ضرورت تاکید کړی دی.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته د تاوتریخوالو له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره له بهرنیو په تیره بیا امریکايي پوځیانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو خلاف عملیات بند کړي.

حامد کرزي زیاته کړه: د افغانستان خلک له جنګه ستړې شوې دي او د جنګ او نښتو د ختمیدو غوښتونکې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د ماموریت دفتر (یوناما) هم پرون په یو رپوټ کښې وویل چې د روان میلادي کال په وړومبیو دریو میاشتو کښې د نښتو او ناامنۍ له امله د ۱۵۰ ماشومانو په شمول ۵۳۳ تنه افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ تنه نور ملکیان زخمي شوې دي.

له بلې خوا طالبانو د ملګرو ملتو د دغه رپورټ په غبرګون کښې وویل چې دغه رپورټ د امریکايي پوځیانو عملیاتو ته هیڅ اشاره نه ده کړې او په افغانستان کښې د امریکې د جنایتونو د پټولو کوشش یې کړې دی.