د کابل بریښنا طالبانو نه ده غوڅه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89674-د_کابل_بریښنا_طالبانو_نه_ده_غوڅه_کړې
بریښنا ادارې ددغې پيښې پر طالبانو ډلې اچولې ده او وئيلي ئې دي ، د طالبانو ددغه اقدام له امله د روژماتي په وخت دکابل زیاتره برخې له بریښنا محرومې پاتې شوي او دخلکو بدعاوې ئې اخستي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2020 00:56 Asia/Kabul
  • د  کابل بریښنا طالبانو نه ده غوڅه کړې

بریښنا ادارې ددغې پيښې پر طالبانو ډلې اچولې ده او وئيلي ئې دي ، د طالبانو ددغه اقدام له امله د روژماتي په وخت دکابل زیاتره برخې له بریښنا محرومې پاتې شوي او دخلکو بدعاوې ئې اخستي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د طالبانو یوه ویندوي  ذبیح ا... مجاهد پرون ناوخته په یوه پيغام کې وئيلی دي ،طالبان  د کابل پشمول د افغانستان  دڅو نورو ولایتونو د بریښنا په غوڅلو کې هیڅ لاس نه لري

هغه وئيلی دي د کابل ولایت په شاوخوا کې په میربچه  کوټ سیمې کې د بریښنا دستنې تباه کول   له  دوی سره هیڅ اړه نه لري  ځکه طالبان  د بریښنا  له ادارې سره کومه ستونزه نه لري . .

  دوه شپې مخکې  د  کابل په شمال کې  په میربچه کوټ سیمې کې  د بریښنا ستره ستنې  په  چاودیدونکو توکو سره الوزول شوي  چې  له امله ئې  دخبر ترمخابیره کیدا پورې د کابل او پنځو نورو ولایتونو بریښنا غوڅه وه .    د بریښنا ادارې  ددغې پيښې پر طالبانو ډلې اچولې  ده  او وئيلي ئې دي ،  د طالبانو ددغه اقدام له امله  د روژماتي په وخت  دکابل زیاتره برخې  له بریښنا محرومې پاتې شوي  او دخلکو بدعاوې ئې اخستي دي .