اسلامی ایران په افغانستان کې بشپړ سوله او ثبات غواړي
د ایران خارجه وزیر څه موده مخکې هم له اشرف غني او عبدا.. عبدا... سره په جلا جلا ټيلیفوني تماسونو کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او همداراز له کرونائي بحران سره دمبارزط په اړه بحث م او دنظر تبادله کړې وه .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف» پرون د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او عبدا... عبدا.... سره د افغانتسان د وروستیو بدلونونو په باب بحث او مشورې کړي دي .
د افغانستان د ولسمشرۍ ددفتر د اعلامیې په اساس د اشرف غني او محمد جواد ظریف په دغه ټيلیفوني تماس کې د کرونائي بحران او همداراز په ایران کې د افغان کډوالو د مشکلاتو دحل په باب د دوا ړو لورو ترمینځ مشورې او بحث شوی دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر په دغو خبرو کې دافغانستان د درستو سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو په مشارکت سره د سولې له بهیره دایران د اسلامی جمهوریت بشپړ ملاتړ یوځل بیا اعلان کړی دی.
همداراز د ایران خارجه وزیر له عبدا.. عبدا... سره هم په ټيلیفونی تماس کې د افغانستان د سولې او د سملاسي اور بند لپاره د سیمه ایزې اجماع په ضرورت ټينګار کړی او همداراز په دغو خبرو کې له کرونا ویروس سره پر ګډې مبارزې هم ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ، په دې اړه اسلامی ایران له افغانستان سره بشبړ مرستو ته تیار دی .
د ایران خارجه وزیر څه موده مخکې هم له اشرف غني او عبدا.. عبدا... سره په جلا جلا ټيلیفوني تماسونو کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او همداراز له کرونائي بحران سره دمبارزط په اړه بحث م او دنظر تبادله کړې وه .
دغه پروني تماس کې هم د ایران خارجه وزیر دافغانستان د ملی پخلاینې او سولې په بهیر کې ددغه هیواد د اساسی قانون باندې دمشتملو سیاسی جوړښتونو پر چورلیزتوب ټینګار کړی او د افغانستان د اساسی قانون په چوکاټ کې ددغه هیواد د درستو سیاسی ډلو ټپلو په ګډون سره ئې د سولې له بهیره د اسلامی ایران پر ملاتړ ټينګار کړی دی