اسلامی ایران په افغانستان کې بشپړ سوله او ثبات غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89675-اسلامی_ایران_په_افغانستان_کې_بشپړ_سوله_او_ثبات_غواړي
د ایران خارجه وزیر څه موده مخکې هم له اشرف غني او عبدا.. عبدا... سره په جلا جلا ټيلیفوني تماسونو کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او همداراز له کرونائي بحران سره دمبارزط په اړه بحث م او دنظر تبادله کړې وه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 29, 2020 01:10 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران  په افغانستان کې بشپړ سوله او ثبات غواړي

د ایران خارجه وزیر څه موده مخکې هم له اشرف غني او عبدا.. عبدا... سره په جلا جلا ټيلیفوني تماسونو کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او همداراز له کرونائي بحران سره دمبارزط په اړه بحث م او دنظر تبادله کړې وه .

زمونږخبریال  راپور راکړ د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف»  پرون  د افغانستان  له ولسمشر اشرف غني  او  عبدا... عبدا.... سره د  افغانتسان د وروستیو بدلونونو  په باب بحث او مشورې کړي دي .

د افغانستان  د ولسمشرۍ  ددفتر د اعلامیې په اساس د اشرف غني او محمد جواد ظریف  په دغه ټيلیفوني تماس کې  د کرونائي بحران او  همداراز  په ایران کې د افغان کډوالو د مشکلاتو دحل  په باب د دوا ړو لورو ترمینځ مشورې او بحث شوی دی .

  د اسلامی ایران  خارجه وزیر په دغو خبرو کې  دافغانستان  د درستو سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو  په مشارکت سره د سولې  له بهیره دایران د اسلامی جمهوریت  بشپړ ملاتړ یوځل بیا اعلان کړی دی.  

 همداراز د  ایران خارجه وزیر  له عبدا.. عبدا... سره هم  په ټيلیفونی تماس کې  د افغانستان د سولې  او د سملاسي  اور بند لپاره د سیمه ایزې اجماع په ضرورت  ټينګار کړی  او همداراز په دغو خبرو کې له کرونا ویروس سره پر ګډې مبارزې   هم ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ،  په دې اړه  اسلامی ایران له افغانستان سره بشبړ مرستو ته تیار دی .

د ایران خارجه وزیر  څه موده مخکې هم  له اشرف غني او عبدا.. عبدا... سره په جلا جلا  ټيلیفوني تماسونو کې  د افغانستان د  وروستیو بدلونونو او  همداراز  له کرونائي بحران سره  دمبارزط  په اړه  بحث م او دنظر تبادله کړې وه .

 دغه پروني تماس کې  هم  د ایران  خارجه وزیر دافغانستان د ملی پخلاینې او سولې  په بهیر کې  ددغه هیواد د اساسی قانون باندې دمشتملو  سیاسی جوړښتونو پر چورلیزتوب ټینګار کړی او  د افغانستان د  اساسی قانون  په چوکاټ کې  ددغه هیواد د درستو سیاسی ډلو ټپلو په ګډون سره  ئې  د سولې له بهیره د اسلامی ایران پر ملاتړ ټينګار کړی دی