د افغانستان د سرپل ولايت په چارواکو د طالبانو حمله ناکامه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89719-د_افغانستان_د_سرپل_ولايت_په_چارواکو_د_طالبانو_حمله_ناکامه_شوه
د افغانستان د سرپل ولایت په سياسي او امنيتي چارواکو د طالب ډلې حمله له ماتې سره مخامخ شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 01:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سرپل ولايت په چارواکو د طالبانو حمله ناکامه شوه

د افغانستان د سرپل ولایت په سياسي او امنيتي چارواکو د طالب ډلې حمله له ماتې سره مخامخ شوه.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د سرپل ولايت د پوليسو ویاند نوآقافيضي وويل، د سرپل والي عبدالقادر آشنا، د پوليسو د قوماندان غلام جيلاني ابوبک او د دغه ولايت د ملي امنيت مشر جنرل عبدالمجيد عظيمي چې د سوزمه قلا ولسوالۍ د امنيتي حالت د څېړنې لپاره سيمې لاړ وو پرون ماسپښين د طالب ځواکونو له حملې سره مخامخ شوه خو دغه حمله د امنيتي ځواکونو په هوښيارۍ سره ناکامه پاتې شوه.

په تېره يوه هفته کښې په سرپل ولايت کښې د طالب ځواکونو حملې زياتې شوې دي چې په دغو حملو کښې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او شل نور هم ژوبل شوي دي.

همدارنګ د غور ولايت د مخابراتو او ټېکنالوجۍ د ادارې سرپرست وويل، د طالب ځواکونو په پرونۍ حمله کښې د دغه ولايت د شهرک ولسوالۍ د کمنج سيمې مخابراتي ټاور ويجاړ شو.

قربان علي محمدي زياته کړه، طالبانو په غور کښې مخابراتي شرکتونو ته خبردارے ورکړے ؤ چې که د خپلو نټ ورکونو فعاليت ونه دروي نو ټاورونه به يې ويجاړ کړي.