د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89846-د_افغانستان_لپاره_د_ناټو_ملکي_استازی_وټاکل_شو
په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر « ستیفانو پونتیکورو» په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 05, 2020 07:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وټاکل شو

په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر « ستیفانو پونتیکورو» په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی دی.

په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر « ستیفانو پونتیکورو» په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی دی.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په همدې اړه پر  ټویټر لیکلي، چې د ستیفانو په ګمارلو خوښ دی او نوموړی به خپله دنده د راتلونکې جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پیل کړي.

نوموړي ددې تر څنګ  غږ کړی، چې ټول لوري باید د سولې د راتګ او د کرونا د مهارولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

له دې مخکښې په افغانستان کښې دغه دنده نیکولاس کی ترسره کوله.